IQNA

د اسلامی انقلاب د ارزښتونو په چوکاټ کې  د ایرانئ کورنۍانسجام

10:28 - February 10, 2025
د خبر لمبر: 3490615
ایکنا – د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ،په کورنیز ژوند کې د اسلامی ارزښتنونو  دبیرته ستنیدا او احیاء لپاره هڅو ،  له ځان سره پر ټولنې مثتنې اغیزې درلودلی دي. د قرآن او حدیثو له هدایت او لارښونې څخه په پيروئ سره  ایرانیو کورنیو هڅه کړې ده ، څو  په کور کې انسجام او همغږي وساتي او  په نهایت کې   د یوې ټولنې له پراختیا سره لاښه مرسته وکړي. 

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی انقلاب د ولولناکې کامیابۍ  د ۴۶کلیزې  او د سباؤن لسیزې  د آیام الله  په مناسبت  د؛ اسلامی انقلاب  او د   کورنۍ د هویّت د بیرته احیاء ؛ په عنوان سره  نړیوال وبینار  نن  د سلواغې په یویشتمه نیټه  د  ایکنانیوز قرآنی نړیوال خبر ي آژانس  په همت سره  په دغې رسانۍ کې  ترسره شو او  په دې کې  داخلی او نړیوالو څیړاندو میرمنو د وبینار  له موضوع سره خپلې ویناوې وکړې.

دغه وبینار  د ایکنا د مبین سټوډیو د میلمه په توګه د  ؛تبار؛ اکاډمۍ د مدیرې او کلتوري کارپيژاندې میرمن مریم میرزائي  په شتون  او په آنلاین بڼه  له مختلفو هیوادونو څخه  د ویناوالو   په ویناؤ سره ترسره شو.

د انډونیشیا  د اسلامی څيړاندې میرمن زینب تورساني  د اسلامی معارف او قرآني کلتور سره د انس په موضوع، د لبنان  څيړاندې میرمن فدوي عبدالساتر  له اسلامی انقلابه  په وروسته ټولو ډګرونو کې د  ایرانیو میرمنو  داوڅاره پرمختګونو په موضوع سره او  د ناروې د اسلامی وقف  دادارې مشرې روافد الیاسري  د تمدن جوړونکي ماشوم دتربیّت او کورنۍ په موضوع سره   په دغه وبینار کې  خپل مطلبونه د ویناؤ په بڼه  وړاندې کړل.

د انډونیشیا  د اسلامی څيړاندې میرمن زینب تورساني  د اسلامی معارف او قرآني کلتور سره د انس په موضوع سره پخپلې وینا کې ووئيل؛ د اسلامی نړۍ د یوې برخې په توګه باید  دایران له اسلامی جمهوریته  درس واخستل شو او یاد کړئ شو چې پخپل ژوند کې څرنګه اسلامی ارزښتونه  وکاروو.له اسلامی انقلابه مخکې  لویدیځي سکولر  نفوذ  د ایران دټولنې نیولل پیل کړي وو، منجمله  د کورني ارتباطاتو په بیلګې کې . البته د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته د ایران حکومت د کورنیو د جوړښت په شمول  دژوند په ټولو اړخونو کې  داسلامی ارزښتونو  بیرته ګرځولو ته ژمن  شو. او دغه ټوله  چارې ئې ترسره کړې.

 هغې د خپلې  وینا په دوام کې ووئيل؛ پر دې اساس ، د ایران اسلامی انقلاب  په ۱۹۷۹ کال کې  یوازې په سیاسی ډګر کې   کوم بدلون  نه ؤ،بلکې  یو کلتوري او اجتماعي  بدلون هم حسابید. په همدې مناسبت ، غواړم یوې ډیرې مهمې موضوع  ته اشاره وکړم  چې دایران  له اسلامی انقلابه وروسته  د اسلام او قراني تعلیماتو  په چوکاټ کې  د ایرانئ کورنۍ  موافقت او سمون په باب ده . کورنۍ  په ټولنې  کې یو ترټولو وړونکی یونټ دی  البته  دتمدن به جوړولو کې  لوي رول لري ،  په اسلام کې کورنۍ  دیوې پیاوړي  داساس او بنسټ  په عنوان  سره  په نظر کې نیول کیږی، او قرآن کریم  د یوې  مسنجمې کورنۍ  دجوړولو د څرنګوالی په باب  روښانه لارښونې  وړاندې کوي. یو هغه آیت چې  زیاتره به دط باب نقل کیږی، د روم سورې  یویشتم آیت دی: 

هغې په دوام کې ووئيل؛ ایران هڅه کړې څو دغه ارزښتونه د کورنیو د ورځې په ژوند  کې دود او پلی کړی. اسلامی انقلاب له بریالیتوبه  وورسته د ایران  حکومت په کورنۍ کې  ددینی زده کړې پر اهمیّت ټینګار وکړ . د لقمان سورې  کې  خداوند متعال خبرې  ۱۳ آیت دی، یعني ؛  او یاد کړه ، کله چې لقمان  د پند او نصیحت په مقام کې  خپل بچي ته ووئيل، ائ زویه! هیڅکله هم  له خدای سره شرک ونه کړې چې شرک ډير لوي ظلم دی:::

 میرمن زینب  زیاته کړې ده،پر دې سربیره  ،د ایران حکومت  د وړیا قرآنونو په ویشلو ، ماشومانو ته د قرآن کریم د وړیا زده کولو په ورکولو  او  په رسندوئي کمپاینونو سره  له کورنیو ملاتړ کوي ، همدرااز  د داسې  ملی سیاستونو شاهدان یوو چې  د کورنیو هڅې په مذهبی او دیني پیښو کې  دعمومي  ګډون په هڅونې او د قرآني زده کړو  د دودولو په لومړیتوب سره پیاوړي کوي.  همداراز  په ایران کې ډله ایزې رسانۍ هم  د  اسلامی کورنیزو ارزښتونو په دودولو کې مهم رول لوبوي.  اساسا  دایران قرآنی فضا ، د د حکومت ددینی سیاستونو او د کورنۍ د محبت او صمیمّیت  ترمینځ  دګډ ژوند د رابطې له لارې چې په ټولنیز پيیوستون کې  د اسلامی ارزښتونو په ځای کولو پسې دي ، وساتل شي.

 هغې روښانه کړه ،قدرمنو، یوه منسجمه کورنۍ د یوې اسلامی ټولنې  یو انعکاس دی . هیله مند یوو چې  انډونیشیا پشمول  هر هیواد  د ایران د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب  وروسته په ایران کې  د کرونۍ  له ارزښتونو  درس واخلي او  دا پخپل هرې ورخې  ژوند کې  وکاروي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4264825

captcha